Untitled Document
دری | | پښتو
 
 
 
   
د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه  

څرنگه چی ټولو ته څرگنده ده په افغانستان کی د دفاع وکالت (25) کلنه سابقه لری څرنگه چی په 1336 کال د هغه وخت د عدلی وزارت د وکالت دعوی تعلیمات نامه تسوید او د ثور په 21 خپره شوه وروسته له هغی په کال 1343 کی د مدافعینو د چارو تنظیمولو قانون منځ ته راغی او وروسته له هغه د همدغه قانون د دولت د کلمی تبدیلول په امارت باندی او د یو شمیر جملاتو تزئید او تنقیص څخه وروسته په همدغه نامه باندی ( د وکیلانو د چارو د تنظیمولو قانون ) خپور شو. وروسته په کال 1386 د حامد کرزی د افغانستان جمهور رئیس د 4/9/1387 نیټی د (111) فرمان په بنسټ د مدافع وکیلانو قانون په پینځه فصلونو او 44 مادو کی توشیح شو.

او د عدلی محترم وزارت موظف کړل شو ترسو چی د دری میاشتو په مدت کی ددی قانون د منځ ته راتلو څخه وروسته د وکیلانو د خپلواکی ټولنی د منځ ته راتلو لپاره لازمی چاری ونیسی .چی په دی بنسټ د ټولنی عمومی مجمع په کال 1387 د اسد په 6 نیټه د هیواد د هر گوډ د وکیلانو په گډون سره په انترکانتیننتل هوټل کی پرانیستل شوه چی په دوو اولو ورځو کی د دی ټولنی اساسنامه تصویب شوه او په دوو دومو ورځو کی رئیس ، مرستیالان ، د رهبری شوری غړی او د څارنی پلاوی په آزاده ، سری او مستقیم ډول سره وټاکل شول او ټولنی د یوی غیر دولتی ، غیر سیاسی او غیر حکومتی بنسټ په توگه په فعالیتونو باندی پیل وکړ.

ښاغلی حقوق پوهان خبر دی چی د وکالت دفاع تاریخچه د بشری تاریخ په مختلفو دوروکی د یو خاص اهمیت څخه برخورداره ده څرنگه چی د فرعونیانو ، اغرقیانو ، اسلامی عصر کی ، عثمانیانو عصر کی او همدا رنگه تطور تقنین په فرانسه کی او وروسته د وکالت موضوع د فقه اسلامی د نظره موجوده وه چی په مختلفو بڼو یی خپل فعالیتونه سرته رسول .
اما که د دفاع وکالت د اسلام د دین له نظره دقیقه نظر اندازی وکړو واضحاً پوهیدلی شو چی د دفاع موضوع د آدم علیه السلام او بی بی حوا د پیدایښ سره یوځای منځ ته راغلی ده څرنگه چی انسان د پیدایښ د ورځ څخه د خود پسندی غریزه لری او همدا غریزه ده چی دفاع د نفس څخه باعث کیږی .

او اول انسان خپله خپل مدافع وو .د اسلام په اول عصر کی د مدافع وکیل دنده د موکل د حقوقو څخه دفاع وه چی مجتهدینو د خپل اجتهاد څخه د هغه اصولو په مطابق چی دوی لرلدفاع کوله .ادامه

 


Afghanistan Independent Bar Association(AIBA)
2009